لیکوال: - بـــــرخه: بیلابیلي لیکني كـــتني: 14
رومی بانجان د میوې په توګه استعمالول وزن کموي .
څیړونکي وايي که چیرې تاسو غواړئ چې وزن مو کم او بدن مو چسپ شي ، نو په خپل خوراک کښې زیات رومیان استعمال کړئ .
د ټماټرو یا سرو بانجونو دخوړلو له کبله به نه یوازې ستاسو جسم چسپ او چالاکه وي ؛ بلکې لوږه به مو هم کمه شي .
په انګلستان کښې په یوه نوي تحقیق کښې معلومه شوي ده چې د رومیانو خوړل د لوږې دکمیدا سبب کیږي او دغه راز پر وزن دکنټرول سبب هم کیږي .
په دغه څیړنه کښې زیاته شوي ده چې له غذائیت ډک ټماټر نه یوازې د وزن په کمیدا کښې مرسته کوي بلکې د سرطان، دپوستکي سږو او دسینې دسرطان یا کینسر په شان دناروغیو مخه هم نیسي .
افغانستان